دشتمنیو دثبتولو لړی ومخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ په وزارت کې پیل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د دولت د لوړ پور چارواکو د شتمنیو د ثبت او خپرویدو پروسه د فورمو د ویشلو په ترڅ کې د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې پیل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړه شوي وه  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرسیتال ښاغلي  وهاب الدین سادات  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرسیتال ښاغلي انجنیر بریالي حسام  د اداري فساد په وړاندې د مبارزي عالي ادارې مرسیتال ښاغلی عبدالرزاق زلالي دمخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت د مقام د دفتر رئیس ښاغلي غلام جیلاني وزیري ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هئیتد اداری فساد په وړاندې د مبارزي عالی ادارې  کارکونکو ګدون کړي وو.

ورکشاپ د قرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه

د غونډې په پیل کې ښاغلي وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت مالی او اداري مرستیال پرانیستونکي وینا وکړه او زیاته یې کره:مونږ ډیر خوښ یو چې د اداري فساد سره د مبارزي په وړاندې  اداري سره همکار یو او د شتمنیو د ثبت پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې شروع کیږي موږ د شتمنیو دثبت له پروسي څخه پشپړل ملاتړ کو . همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرستیال وویل: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  یو لړ کارونه په لاره اچولي دې چې دیره مهمه برخه یې د اجرااتو ساده کولو دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو سره په کارونو کې  دیر موثریت رامنځته شوی دی که څه هم ډیریی مخابراتي خدمتونه د خصوصی شرکتونو لخوا وړاندې کیږی. خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې توانیدلي چې دغو شرکتونو ته زمینه برابره کړی ترڅو په هیواد کې پانګه اچونه وکړی او مخابراتی او انترنتي خدمتونو وړاندې کړی همدارنګه دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خصوصی شرکتونو د خدمتونو څخه د څارنه او پلتني په منظور د اترا اداره جوړه ترڅو د خصوصی شرکتونو له خدمتونو څخه څارنه ، پلټنه او د لوړ کیفیت خدمتونه په ښکته بیه هیواد والوته وړاندي کړی .

وروسته بیا ښاغلي  عبدالرزاق زلالي د اداري فساد سره د مبارزي په وړاندې د عالی اداري مرستیال لنډه وینا وکړه او زیاتی کره : د بین المللی ټولنې لخوا او د ۱۴۵ ماديي بر بڼسټ جمهور رئیس ، د جمهوری ریاست مرستیالان او د دولت لوړ پوړی چارو واکې  باید خپلي شتمنۍ ثبت کړی.

ښاغلي زلالي زیاته کړه چې  موږ د نوري فایبر مسله په دقت او ځیر سره وڅیرله  چې کومه ستونزه موجوده نه وه همدارنګه ښاغلي زلالي زیاته کړه : چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په کارونوکې پشپړ شفافیت موجود دی .

وروسته بیا د شمتنیو د ثبت رئیس د فورمو د دګولو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته کړه کارکونکي باید په دقیق او درست توګه دغه فورمي ډګې کړي ترڅو په راتلونکي کې د هغه ته ځواب ووابی .

د غونډې په وروستې برخه کې  اغلی داکتري تورپیکی  د فورمو د ډکولو په اړوند پریزنتیشن وړاندي کړل

ورکشاپ د پوښتنو او ځوابونو په ترسره کولو سره پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته