دایکنډي ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو د جوړیدو څخه څارنه ترسره شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۳ - ۱۱:۴۷
ولایت دایکندی

د دایکنډي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو نویو مخابراتي سایټونو جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټي ډي اف د ۱۰مې پروژې په مرسته جوړیږي، د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري څارنه تر سره شوه.

دغه درې مخابراتي سایټونه د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ په برمني، قخور او تمزان په کلیو کې چې د 3G انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري د مایکروویف په سیستم سره جوړیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتي چوپړتیاو د پراختیا په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۲۲
Background image

پکتیکا ولایت کې د درې نویو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد ولایت وړممی ولسوالۍ د دوچيني، وازيخوا ولسوالۍ مرجاني او د سروبي ولسوالۍ په مستوی سیمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د جوړولو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او...

بېرته خبرونه ته