دایکنډي ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو د جوړیدو څخه څارنه ترسره شو
د دایکنډي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د دریو نویو مخابراتي سایټونو جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټي ډي اف د ۱۰مې پروژې په مرسته جوړیږي، د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري څارنه تر سره شوه.
دغه درې مخابراتي سایټونه د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ په برمني، قخور او تمزان په کلیو کې چې د 3G انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري د مایکروویف په سیستم سره جوړیږي.