دایکنډي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۲:۲۱
ولایت دایکندی

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ برمني کلي کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې له مخې چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو انټنونو له ډلې دی د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شبکې له لوري د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۸:۱۵
Background image

د ځاځي اریوب ملي پارک له 4G مخابراتي خدمتونو برخمن شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ځاځي آریوب د ملي پارک مسؤل او...

بېرته خبرونه ته