خبري اعلامیه!

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۶:۴
مشترکین سلام

په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادوال په ځانګړي توګه د سلام مخابراتي شبکې مشتریان، د اړیکو او انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د یو څه ستونزو په اړه، په پوهاوي یا نه پوهاوي سره په مجازي فضا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مشرتابه باندې نیوکې کوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې اړه د هر ډول مسئولیت د نه منلو ترڅنګ، د ګرانو هیوادوالو د خبرتیا او پوهاوی لپاره لاندې ټکي شریکوي:

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د ۱۳۹۹ د مرغومي میاشتې ۱۷ مې نیټې د ۴۱۵/۲۸۵ ګڼې متحدالمال مکتوب د دولتي شرکتونو د قانون (۶) مې فقرې د حکمونو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کابینې د مصوبې په استناد څرګنده کړې ده چې ټولې دولتي تصدۍ د ۱۳۹۹ د مرغومي میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د دولتي شرکتونو په توګه پیژندل کیږي او مکلف دي چې په خپلو فعالیتونو کې د دولتي شرکتونو حکمونه، په پام کې ونیسي.

له همدې امله د افغان ټلیکام او سلام مخابراتي شرکتونه د پورتنۍ نیټې څخه وروسته د مخابراتو وزارت تر مدیریت لاندې فعالیت نه کوي.

د یادونې وړ بله موضوع دا ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي سکتور د فعالیتونو د ښه والي لپاره یوازې او یوازې د پالیسۍ جوړونې دنده پر غاړه لري او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم چارې د مخابراتو وزارت د صلاحیتونو او مسئلیتونو څخه نه دي.

پورتني ټکي په مخابراتي خدمتونو کې، چې د مخابراتي شرکتونو لخوا وړاندې کیږي ځینې ننګونې نه ردوي، بلکې د ګرانو هیوادوالو د خبرتیا او پوهاوي لپاره وړاندې شوي دي ترڅو خپل نظرونه او لیدلوري د غلط ادرس پر ځای د مسئولو او اصلي مراجعو سره شریک کړي.

په درنښت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته