تر راتلونکو شپږو مياشتو د شهيدانو وارثينو او معلولینو د استحقاق ورکولو پروسې ساده او الکټرونيکي کېږي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۶:۲۰
تا شش ماه آینده پروسۀ پرداخت استحقاق ورثه شهداء و معلولین ساده سازی و الکترونیکی می گردد

نن سه شنبه د ۱۳۹۸ل د چنګاښ ۱۱مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د ۱۳ ميليونه افغانيو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مالي همکارۍ د شهيدانو وارثينو او معلولینو د استحقاق ورکولو پروسې ساده او الکټرونيکي کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د دولتي ادارو سره د اسان خدمت د همکارۍ يادونه وکړه او ويې ویل: " موږ په دولتي ادارو کې د عامه خدماتو د ساده سازۍ، الکټرونيکي سازۍ او آساده او رڼو خدماتو د وړاندې کولو په هڅه کې يوو چې دا هوکړه لیک په دې برخه کې زموږ د لاسته راوړنو یوه بېلګه ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه که د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خلکو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو، الکټرونيکي حکومتدارۍ پراختيا، د فعاليتونو په دوام، د روڼتيا د زیاتېدا او د خلکو او دولت تر منځ د واټن له منځه وړلو په موخه په خوست او کندهار ولايتونو کې د آسان خدمت مراکز جوړوي چې وروسته به يې فعالیتونه په ټولو ولايتونو کې پراختيا ومومي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر وویل چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرامونو تر څنګ به دغه وزارت ته د عامه خدماتو مرکز ډيزاین او جوړ کړي چې مراجعينو ته به زیاتې اسانتياوې رامځته کړي.

د شهيدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر محترم لعل الدين آريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او آسان خدمت ادارې له تخنيکي کارکوونکو مننه وکړه چې د عامه خدماتو پروسو په ساده سازۍ کې يې ددوی سره همکاري وکړه او زیاته يې کړه چې د مرکز په جوړېدو او د پروسو په ساده سازۍ او الکټرونيکي سازۍ سره به اسانتياوې رامنځته او د اداري فساد په برخه کې به رغنده رول ولوبوي.

دغه سيسټم د ادارو سره د حساب ورکولو او روڼتيا رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي او خلکو او دولت تر منځ شته فاصله را لنډوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته