بغلان ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو د خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۲:۳۰
ولایت بغلان

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت په اساس بغلان ولايت مرکز پلخمري کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو شرکتونو د خدمتونو له بهیر څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې یو کس چې غیر قانوني خدمات یې وړاندې کول فعالیتونه یې متوقف او دفتر یې لاک او مهر شو.

 او همدا راز ځینو نورو پوستی او کارګو شرکتونو ته چې په یادو برخوکې یې فعالیت کاوه سپارښتنه وشوه تر څو غیر قانوني خدمتونه ترسره نه کړي.

د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي.

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته