بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۲ تنه فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۵۲
ولایت بغلان

د بغلان ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د ۲۲تمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۷۲ تنو زده کوونکو ته چې په دې ډلې کې ۵۱ تنه محصلین، ۱۵ تنه د ښوونځیو زدکوونکي او  ۶تنه د بیلابیلو دولتي ادارو کارکوونکي شامل وو بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې. او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده‌ کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
Background image

بېرته خبرونه ته