بدخشان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانیستل شول
د روان ۱۳۹۳ کال د اسد میاشتې په ۱۹ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالی حسام او ورسره د دغه وزارت لوړ پوړي پلاوي لخوا په بدخشان ولایت کې د سلام شبکې خدمتونه پرانستل شول.
په دغه سفر کې د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ولایت د دولتي چارواکو او خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو او په هغه غونډه کې چې د سلام شبکې د پرانیستل کیدو په مناسبت جوړه شوې وه ګډون یې وکړ.
ښاغلي حسام په دغه غونډه کې خبرې وکړې او د یاد وزارت لپاره یې د سلام شبکې د خدمتونو پیلول حیاتي وبلل، هغه وویل: چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د خلکو په اوسني ژوند کې بنسټیز ارزښت لړي.
او همدا راز ښاغلي حسام د افغان ټیلي کام سلام شبکې خدمتونو د ګټو په اړه لنډ معلومات ورکړل. هغه په خپلو خبرو کې وویل: چې سلام شبکې د جوړولو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه په انټرنټي بیو کې ټیټوالی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او په مخابراتي بازار کې سیالۍ ته وده ورکول دي.
د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي حسام زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تل هڅه کړې چې د هرې ممکنې لارې څخه په ګټې اخیستنې په ټول هیواد کې خلکوته باکیفیته او په کمو بیو مخابراتي اوانټرنټي خدمتونه برابر کړي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره افغان ټیلي کام چې یو دولتي شرکت دی د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سلام 3G ټکنالوجۍ خدمتونه یې بازار ته وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د بدخشان ولایت والي ، د ولایتی شورا غړیو او قومی مشرانو خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.