بامیانو ولایت کې د ایکسپو نړیوال پوسټي شرکت نمایندګي پرانیستل شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۸:۴۸
مخابرات ولایت بامیان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې سره سم د نړیوالو پوسټي خدمتونو ایکسپو شرکت نمایندګي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رئیس او یو شمیر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه.

د باميانو ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریيس د دغه شرکت د فعاليت په اړه چې مخکې يې د پوسټي خدمتونو د تنظيم ادارې (اپرا) جواز ترلاسه کړى دى وويل: د پوسټي خدمتونو شرکتونه مکلف دي چې د یاد رياست د قانون او کړنلارې له مخې فعاليت ترسره کړي او د پوسټي خدمتونو په برخه کې هېوادوالو ته آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د یادولو وړ ده؛ په دې مراسمو کې د بامیانو ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کړنو ستاینه یې وکړه د دوی په وینا پوسټي خدمتونه به وکولای شي یاد ولایت کې د خلکو توکي او مراسلات په مصئون او محرم ډول انتقال کړي او د دوی په مصارفو کې به هم صرفه جويي شوي وي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته