انالوګ څخه ډیجیټل سیستم ته د تلویزیون بدلولو په اړه د نظر غوښتنې دریمه غونډه جوړه شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

نن د پنج شنبې ورځ د ۱۳۹۱ کال د کب د میشتی په ۱۷ نیټه د انالوګ تلویزیونی سیستم څخه ډیجیټل ته د بدلون په اړه د نظر غوښتنې دریمه ناسته د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین په ګډون د تلویزیونونو مسوولینو او تخنیکرانو سره جوړه شوه. 

د غونډې په پیل کې ښاغلی امیرزی سنګین د مخابراتو په سکتور کې مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د نه ستړی کیدونکی هڅو، پر مختګونو او  د لاسته راوړنو په اړوند لنډ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: چې افغانستان د نړئ په سطح کې یواځینۍ هیواد دی چی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجئ  په برخه کې  ډیره کمه موده کې چټک او  د پام وړ  پرمختګ ته رسیدلی دی.

ښاغلۍ سنګین زیاته کړه چې د دغې غونډې موخه د مخابراتو په سکتور کې د پرمختګونو دوام او د هیواد تصویری خپرندویه موسساتو کې د نوی او پر مخ تللی ټکنالوجئ   څخه د ګټه اخیستنې د څرنګوالی او کارولو لارې چارې په هکله د نظریاتو تبادله او تجربو شریکول دی.

د مخابراتو وزیر ښاغلی سنګین د ډیجیټل سیستم  د ارزښت په اړه و ویل : ډیجیټل سیستم نه یواځې د مخابراتو او تلویزیونی خپرونو د کیفیت لوړولو او پوښښ سیمې د پراخولو په برخه کې اړین دی بلکه د ژوند په بیلا بیلو اقتصادی، ټولنیز، تکنالوجۍ، معلوماتی او نورو برخو کې مهم رول لوبوی .

وروسته د غونډې ګډونوال د موضوع په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې او خپل نظریات او تجربې یې سره شریکې کړې. همدا رنګه د ډیجیټل سیستم ته د انالوګ بدلولو د بهیر  په هکله هم خپل نظر یې مطرح کړل او وړاندیز یې وکړ چې دا بهیر دې په اوږد مهال کې تر سره شی او په هغه کې برخه اخیستنه باید چې اختیاری وی.

په پای کې د بحث او رایو د تبادلې وروسته ټول ګډونوال د داسې مشورتی غونډو جوړل یې د مخابراتو وزارت نوئ نوښت اواړین  وبلل  او په راتلونکی کې یې پر  دوام  ټینګار وکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته