امیدواری برای بهبود کیفیت و خدمات مخابراتی و انترنتید مخابراتي او انټرنټي خدماتو د کيفيت او خدماتو ښه کېدو لپاره هیله مندي

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۴:۲
امیدواری برای بهبود کیفیت و خدمات مخابراتی و انترنتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د فعالیتونو او کارونو څخه لیدنه وکړه او ددغه شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور يې واورېد.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د راپور اورېدلو وروسته د شرکت د مدرن سازۍ، غوره او رڼو خدماتو وړاندې کولو او انټرنټي خدماتو د نرخونو کمېدو تر څنګ د غوره کېفيت په اړه اړوندو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي محمد فهيم هاشمي همدا راز زیاته کړه چې تخنيکي کارکوونکي دې، پیرودونکو ته د قيمتونو د کمښت تنظیم او کيفيت ساتلو په اړه جدي کا روکړي او هر څومره ژر چې کېدلی شي، د تخفیف لپاره دې زمينه برابره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر همدا راز د سلام مخابراتي شرکت، نوري فایبر او افغان سټ د تخنيکي څانګو څخه د لیدنې تر څنګ، د سيمه ييز اتصال، د افغانستان له لارې د انټرنټ ډېټا د ټرانزيټ عوايدو زیاتېدو او افغانستان د انټرنټ د ټرانزيټ هب په توګه د جوړېدو په برخه کې اړوندو مسؤولين وته په ډاګه کړه چې وزارت په ډې برخه کې ژمن دی او هر څومره ژر چې ممکن وي، دا پروګرام به عملي شي
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته