افغانستان کې د انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعات او معلومات خوندي شؤل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۲:۵۹
پروژه نکسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د انټرنېټي ټرافیک د خوندیتوب او د هېوادوالو اطلاعاتو محرموالي په موخه یوه داخلي ګېټوې یا د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا)  ایجاد او داخلي شرکتونه یې ورسره وصل کړي چې ورسره هېواد کې د ټولو انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعات او معلومات خوندي شؤي.

 پخوا یاده چاره د انټرنېټ د عرضه کوونکو هېوادونو له طریقه ترسره کېده چې ډېری معایب یې درلودل.

  1. انټرنېټي معلومات او اطلاعات خوندي نه وو ځکه ټرافیک د دوی په واسطه ترسره کېدل چې دغو هېوادونو کؤلای شؤل، د انټرنېټ استفاده کوونکو معلوماتو او اطلاعاتو ته په اسانۍ لاسرسی ؤلري.
  2. د بهرنیو هېوادونو له طریقه د انټرنېټ ټرافیک خورا قیمته ترسره کېده چې اوسمهال یاد ټرافیک هېواد دننه په ارزانه بیه او مصؤن ډول ترسره کېږي.
  3. د بهرنیو هېوادونو له لوري د لارې د اوږدوالي له امله خدماتو کیفیت ټیټیده او کله نا کله به اطلاعات او معلومات هم له لاسه وتل، کور دننه د یادې چارې ترسره کؤل به کیفیت لوړ، اطلاعات خوندي او په بیو به هم په مستقیم ډول تأثیر ؤلري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې دننه د انټرنېټ د استفاده کوونکو اطلاعاتو او معلوماتو خوندیتوب ته ارزښت ؤرکؤي او د مصؤن، خوندي او ارزښتمن چاپیریال جوړؤل خپل مسؤلیت او دنده ګڼي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته