افغانستان ته د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د چین د مرستو پراختیا

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لوړپوړي پلاوې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان په مشرۍ او د دغه وزارت ویاند ښاغلي محمد یاسین صمیم، د تکنالوجۍ او نوښت رئیس ښاغلي ویس پایاب او د پلان ریاست تخنیکي سلاکار ښاغلي انجنیر حسین بخش میرزاد په ګډون د معلوماتي ټکنالوجۍ د لیږد او نوښت په برخه کې د چین او سهیلي اشیا هیوادونو دویمې سیمه ییزې ناستې او د چین او سهیلي ایشیا د نړیوال صادراتي او وارداتي نندارتون (CSA-Expo) کې د ګدون په موخه چین ته سفر وکړ.
د چین او سهیلي ایشیا د صادراتو او وارداتو نړیوال نندارتون
د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جون د میاشتې په ۱۲ مه نیټه د مخابراتو وزارت لیږل شوې پلاوي او د افغانستان سفیر ښاغلي جانان موسی زی د چین او سهیلي ایشیا د نړیوال سوداګریز څلورم ننداتون کې د افغانستان د دولت په استازیتوب ګډون وکړ.
 په دغه ناسته کې د چین هیواد د لوړپوړو چارواکو او د هغه هیواد د لومړي وزیر د مرستیال برسیره، د چین د افتصادي سکتور وزیرانو، د یون نان ایالت حکمران او اکاډمیکو بنسټونو استازو، د سهیلي ایشیا هیوادونو د جمهورو رئیسانو په کچه یو زیات شمیر شخصیتونو، په اقتصادي برخو کې وزیرانو، د اقتصادي وزارتونو مرستیالانو، د څیړنیزو بنسټونو رېیسانو او بیلا بیلو هیوادونو ۸۰۰ تنو د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو. په یاد کنفرانس کې ویناوالو د هیوادونو تر منځ د اقتصادي- سوداګریزو همکاریو د اهمیت، تر سره شوي اقداماتو او راتلونکو ستراتیژیو په تړاو خبرې وکړې.
د چین او سهیلي ایشیا د ټکنالوجۍ د لیږد او د نوښت متقابلو همکاریو دویمه ناسته
د چین او سهیلي ایشیا د ټکنالوجۍ د لیږد او د نوښت متقابلو همکاریو دویمه ناسته د چین هیواد د ساینس او ټکنالوجۍ وزارت او د یون یان ایالتي حکومت په کوربه توب د چین او سهیلي ایشیا هیوادونو سوداګریز نندارتون سره په یوه وخت د زیږدیز کال له ۱۲-۱۴ نیټې پورې جوړه شوه.
الف- د وزیرانو وینا:- د مخابراتو وزارت د ټکنالوجۍ مرستیال ایمل مرجان وینا:
یاده ناسته د (ګډ پراختیا لپاره د هیوادونو ترمنځ د متقابلو هکاریو) تر شعار لاندې او د هیوادونو ترمنځ د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه، په سیمه کې د ګډو پراختیاوو او عملي همکاریو د میکانیزم د پیژندنې لپاره د چین په کونمینګ ښار کې جوړ شو. په دغه ناسته کې د ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارتونو چارواکو، د علمي بنسټونو او معلوماتي ټکنالوجۍ استازو، د سیمو هیوادونو څیړونکو او اکاډمیک شخصیتونو د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د لاسته راوړنو او ننګونو په یو ګډ پلاتفورم کې عملي لارې چارې ولټوي.
دغه کنفرانس د چین هیواد د یون نان ایالت د حکمران په پرانیستوکې وینا سره پیل شو. هغه د ګډونوالو څخه د مننې په څرګندولو سره یادونه وکړه دغه کنفرانس چې په لومړي ځل په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د سهیلی ایشیا هیوادونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو د وزیرانو او د چین چارواکو په ګډون جوړ شوی وو، د اسیایي هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو سټراتیژیکو همکاریو په لاره کې بنسټیز ګام ګڼل کیږي. هغه زیاته کړه چې د ګډون کونکو هیوادونو د ژمنې دوام، د ټکنالوجې او علومو په سکتور کې نوښت او خلاقیت، اقتصادي ودې، د علمي او ټکنالوجیکي څیړنو د پراختیا او دولتي او خصوصي سکتورونو مشارکت لپاره زمینه برابروي.
وروسته له هغه، د چین هیواد د ساینس او ټکنالوجۍ وزارت مرستیال ښاغلي یین هی جون د ساینس او ټکنالوجۍ د پراختیا د اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې د نوښت پر بنسټ پراختیا، د همکاریو هغه بڼه ده چې د دغه بهیر ټول غړي په مساویانه ډول ګټه ترلاسه کولای شي. اوسمهال کار رامنځته کوونه او نوښت د ساینس او ټکنالوجۍ په ډګر کې په نړیوال ارزښت بدل شوی دی. د چین د ساینس او ټکنالوجۍ وزارت ستراتیژیک پلان له مخې، د ۲۰۲۰ کاله پورې د چین د ناخالصو عوایدو ۲.۶ سلنه به د څیړنو او نوښت په برخه کې لګول کیږي چې د ساینس او ټکنالوجۍ په ډګړ کې د زده کړې، څیړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو د پراختیا، علمي او ټکنالوجیک پارکونو جوړول، د سهیلي ایشیا د هیوادونو د ځوانو استعدادونو د پروګرام، او په ملګرو هیوادونو کې د ټکنالوجۍ پراختیا تر پوښښ لاندې راولي.
ورپسې، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان خبرې وکړې. د دغه کنفرانس د جوړونکو څخه د مننې په څرګندولو سره ښاغلی مرجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي وضعیت په باب لنډ معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه: څرنګه چې زمونږ دوستانو ته معلومه ده، سره لدې چې افغانستان د ګڼ شمیر عواملو له امله د نړیوالې ټولنې د پرمختګ کاروان سره په ځنډ یو ځای شو، له نیکه مرغه، زمونږ خلکو اوږده لاره په چټکۍ وهلې ده او اوسمهال مونږ د اطلاعاتي ټولنې سره یوځای شوي یو.
ښاغلي مرجان زیاته کړه چې د یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د ترقۍ په ټولو برخو لکه : د بنسټونو جوړولو، حکومتي او خدمتونو په اجرااتو، وړتیاوو لوړولو او د خلکو له خوا د  ټکنالوجۍ په کارونه کې ښې لاسته راوړنې لري او په دغو پرمختګونو کې نړیواله ټولنه مهم رول لري.
ښاغلي مرجان د خپلو خبرو په دوام د دولتي او خصوصي سکتور د ګډ کار په اړه د ملي وحدت حکومت پروګرامونو په تړاو خبرې وکړې او په ټینګار سره یې وویل چې زمونږ له نظره د نوښت او کاررامنځته کونې پرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ شونۍ نه دی. په افغانستان کې خصوصي سکتور فعالیت لپاره زمینه برابره شویده، مونږ د ملګرو هیوادونو د خصوصي شرکتونو او چین هیواد څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې پانګونه وکړي.
همداراز ښاغلي مرجان د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره څرکنده کړه چې مونږ کولای شو د مرکزي ایشیا سره د سهیلي ایشیا او چین هیوادونو په نښلولو کې بنسټیز رول ولوبوو.
د خپلو خبرو په پای کې د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي مرجان په ډاډ سره وویل چې د ټکنالوجۍ او نوښت متقابل  پراختیا له مرکز سره د همکاریو د لاسلیکیدو سره به د افغانستان ځوانانو ته ښه فرصتونه او امکانات برابر شي.
ب- تخنیکي نظرونو د شریکولو ناسته:
د ناستې په دغه برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت، د ټکنالوجۍ او نوښت څانګې رئیس ښاغلي ویس پایاب په اقتصادي او ټولنیزې پراختیا کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې معلوماتي ټکنالوجۍ په نورو سکتورونو کې یو ګډ سکتور دی. له نیکه مرغه، چې د ټکنالوجۍ سکتور زمونږ په هیواد کې د اقتصادي ودې او کار رامنځته کولو لپاره فوق العاده ظرفیت لري.
ښاغلي پایاب زیاته کړه: چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نه یواځې د خدمتونو د رسولو په برخه کې، بلکه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د پراختیا لپاره د پالیسۍ او مقرراتو د تنظیم په برخه کې بنسټیز ګامونه اخیستي دي. ښاغلي پایاپ وویل چې اوسمهال په افغانستان کې ۵ مخابراتي شرکتونه، ۴۰ د انترنټ او لسګونه د معلوماتي ټکنالوجۍ شرکتونه فعالیت لري، په پایله کې د افغانستان ۸۹ سلنه وګړي د موبایل خدمتونو ته او ۱۰ سلنه انټرنټ خدمتونو ته لاسرسی لري. همداراز ښاغلي پایاب څرکنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت د هڅو او نوري فایبر ملي شبکې د پراختیا په پایله کې د یو MB انترنیت بیه له 3000 ډالرو څخه 60 آمریکایی ډالرو پورې را ټیټه شوې ده.
د خپلو خبرو په پای کې ښاغلي پایاب څرګنده کړه چې د هر هیواد د پرمختګ لپاره د ساینس او ټکنالوجۍ پراختیایي ستراتیژي شتون  اړین  دی، له نیکه مرغه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ او نوښت ریاست د ساینس او ټکنالوجې پر پراختیایي پالیسۍ کار پیل کړی دی او د راتلونکو ۶ میاشتو په اوږدو کې به بشپړ شي.
د ناستې د لومړي ورځې په پای کې د افغانستان د ټکنالوجۍ او نوښت او د چین-سهیلي ایشیا د ټکنالوجۍ د لیږد مرکز د رئیسانو لخوا د چین د مخابراتو وزارت مرستیال، د افغانستان د مخابراتو وزارت مرستیال او سریلانکا د مخابراتو وزیر په شتون د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دوه اړخیزې رسمي کتنې:
د افغانستان او چین ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک تر لاسلیک کیدو وروسته، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لیږل شوي پلاوي د افغانستان سفیر ښاغلي جانان موسی زی په ګدون د چین د ساینس او ټکنالوجۍ وزارت مرستیال سره وکتل.
په دغه کتنه کې د چین د ساینس او ټکنالوجۍ وزارت مرستیال ښاغلي Yin Hi Jun یادونه وکړه چې چین او افغانستان دوه ښه ستراتیژیک ګاونډي هیوادونه دي. د ۲ کلونو په اوږدو کې دا اړیکې په ټولو ابعادو کې لا ژورې شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د سپټامبر په میاشت کې د چین جمهور رئیس ښاغلي شین جین پینګ په هندوستان کې د ټکنالوجۍ د مرکز د جوړولو طرح وړاندې کړه او په ۲۰۱۵ کال کې دغه مرکز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او د سهیلي ایشیا نورو هیوادونو او د چین د ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په حضور پرانیستل شو. د یاد مرکز د جوړولو څخه موخه په نوموړي هیوادونو کې د بشري وړتیاوو لوړول او د ساینس او ټکنالوجۍ په برخه کې د همکاریو پراخول ده.
ورپسې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال د دوه اړخیزو کتنو د تنظیمولو څخه مننه وکړه او د افغاني پلاوي غړي یي ور وپیژندل. ښاغلي مرجان یادونه وکړه چې د افغانستان د مخابراتو وزارت د هوکړه لیک د پلي کولو لپاره به ټول تخنیکي اقدامات تر سره کړي. هغه زیاته کړه چې له شک پرته، د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې او همکارۍ ستراتیژیکه بڼه لري. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د ساینس او ټکنالوجۍ په سکتور کې ځانګړو مسایلو ته پام وکړو په داسې حال کې چې دا د علومو او تجاربو شریکول دي.
ښاغلي مرجان څرکنده کړه چې د (CSTTC) سره د همکاریو هوکړه لیک د څیړنو او نوښت،معلوماتي ټکنالوجۍ، کرهڼه، طبي علومو او انرژۍ په برخه کې د همکاریونوي لارې چارې برابرې کړي دي.
د چین د مخابراتو وزیر د ښاغلي مرجان د خبرو په اوریدلو وویل: چې افغانستان د بیا رغونې په حالت کې دی او د چین هیواد به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې ملي وحدت حکومت او چین لوړپوړي چارواکي د ستراتیژیکو همکاریو په برخه هم نظره دي او مونږ دنده لرو چې دغه بهیر ته دوام ورکړو.
د ناستې په پای کې په چین کې د افغانستان سفیر ښاغلي جانان موسی زی یادونه وکړه چې د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وروستي سفر په ترڅ کې د بیلا بیلو مسایلو لکه نوري فایبر او سټلایت په برخو کې خبرې اترې شوې وې. خوشحاله یم چې نن د ټکنالوجۍ د انتقال او نوښت په برخو کې ځانګړي هوکړې شوې دي. د افغانستان د سفیر په حیث چې د یادو مسایلو په پلي کولو کې د کوربه هیواد سره به په جدیت کار وکړم.
. لیدنې – د ایچلین د سیمې لمریز برښنا د تولید د مرکز څخه لیدنه
د ۲۰۱۶ کال د جون میاشتې په ۱۳ مه نیته ماسپښین، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوي د چین د برښنا انرژۍ د تولید مرکز څخه لیدنه وکړه. د ایچلین د برښنا د تولید دستګاه د یوه نیمه کیلو متره ساحه کې د ۱۵۰ ملیون ډالرو په لګښت جوړه شویده، د مرکز د مسئولینو د معلوماتو له مخې په هره میاشت کې ۶۰ میګاواټه برښنا تولیدوي.
همداراز افغاني پلاوې په افغانستان کې د ورته مرکزونو د جوړولو د څرنګوالي په اړه تخنیکي پوښتنې و کړې چې د چېني چارواکو لخوا مثبت ځوابونه ورکړل شو.
دخپل اقامت په دریمه ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ مرستیال او ورسره ملګرو د افغانستان د نندارتون مرکز څخه لیدنه وکړه او په نندارتون کې د سوداګری وزارت او خصوصي سکتور له استازو سره وکتل او اړوندو موضوع ګانو په اړه یې خبرې وکړې.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته