ارزګان ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۲۳
ولایت ارزگان

د ارزګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز، د هراود او خاص ارزګان ولسوالیوکې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې مشترکینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته