اتیا سلنه افغان میرمنې ګرځنده تیلفوني خدمتونو ته لاس رسی لري

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د هغه سروې پر بنسټ چې تیرکال د USAID له خوا په لاره اچولې شوی وه اتیا سلنه افغان میرمنې د مبایل ټکنالوجی ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول لاسرسی لری.

د سروې دا نتایج په هغه کنفرانس ګې چې د چارشنبې ورځ د ۱۳۹۲ کال غبرګولی په لمړی نیټه د انټر کانتیننټال هوټل کی د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت اوښځوچاروزارت له خوا جوره شوې وه وړاندی شو. په یاد کنفرانس کې ښاغلی امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیر، حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزیره، سفیر هیلدا اریلونا د امریکا سفارت د اقتصادی چارو د ودې همغږۍ کونکې، په ملی شورا کې د خلکو استازی او یو شمیر د هیواد فعالې او زحمتکشې میرمنو ګدون درلود. 

 میرمن نیلوفر سخی د سروې نتایجو د وړاندې کولو په دوام زیاته کړه: چې د سروې پایلې ښیی چې ۸۰ سلنه افغان میرمنې د مبایل ټکنالوجی ته لاسرسۍ لری. هغې زیاته کړه چې ۴۸٪ میرمنې خپل سیمکارټونه لری او ۳۲٪ نور یې خپل ټلیفونی ستونزې په ګډه د کورنۍ د نورو غړو سره حلوی. د هغې وینا افغان میرمنو د دوه کلونو را پدیخوا مبایل ټکنالوجۍ خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی. میرمن نیلوفر یادونه وکړه: چې دا سروې د هیواد ۵ ولایتونو کې په لاره اچولې شویوه داسې چې په هر ولایت کې ۴۰۰ تنې میرمنو سره خبرې شویدی.

وروسته حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزیره د دې ډول سروې او کنفرانسونو په لاره اچولو څخه خپله خوښی څرکنده کړه او وویل: چې مخابراتی ټکنالوجې وده د هیواد او په ځانګړی توګه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د ښاغلی امیرزی سنګین په مشرۍ عمده لاسته راوړنه ده، په تیرو لسو کلونو کې د مخابراتو سکتور ډیره وده کړیده او دا فرصت را منځ ته شویدی چی خلک او ځآنګړی توګه میرمنې د هیواد په هر ګوډ کې د مبایل ټکنالوجۍ څخه ګټه پورته کړی.

 ښاغلی امیرزی سنګین د مخاراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیر هم د سروې د پایلو څخه خپل خوښی څرګند کړ او وویل: چې ډیر خوښ یم چې د ارزونې نتایج هغه فیصدی چې مونږ وړاندې کړی سره سمون لری. ښاغلی سنګین خپل خبرو په ترڅ کې څو مهمو ټکوته چې ټکنالوجۍ ته  د ښځو لاسرسی  په لاره کې ستونزې جوړوی په ګوته کړچې د ښځو افتصادی وضعیت، په شخصی ژوند او ټولنیز چارو کې محرومیت ددې باعث دی چې د هیواد میرمنې نوي ټکنالوجۍ ته لاسرسۍ و نلری. هغه یادونه کړه چې د مخابراتو وزارت په پام کې لری چې د ستونزې د حل لپاره د ښځو د شکایتونو د ثبت یوه ټلیفونی شمیره  ځانګړې کړی چې مزاحمتی ټلیفونونو ستونزه حله شی.

همدا ډول ښاغلی سنګین زیاته کړه چې د نوری فایبر کار په بشپړیدو دی او د انټرنټ بیو کې به لا زیاته کمۍ راشی او مونږ په پام کې لرو چې د هیواد ټولو برخو ته مخابراتی خدمتونه ورسوو.

 ورسته بیا هیلدا اریلونا په اقتصادی چارو کې د ودې همغږی کونکې د خپلې خبرو کې د افغانستان مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه د قدر دانۍ په څرګندولو زیاته کړه چې نور هیوادونه دغو لاسته روړنوته د ۵۰ کلونو په اږدو کې رسیدلی دی، خو افغانستان ورته ۱۲ کلونو په کې رسیدلی دۍ ، چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې سترپرمختګ دی.

د یادولو وړ ده چۍ معلوماتی ټکنالوجۍ د ښځو په ژوند کې هم ډیر ارزښت لری په تیره بیا د مبایل ټکنالوجۍ میرمنو ته دا وړتیا ورکوی تر څو د خپل ژوند کنترول له ټولنیزو خدمتونو، لکه د سواد زدکړې لپاره د مبایل نوښتونه او مبایلی پیسی، څخه نیولی بیا تر هغی طریقی پوری چې هغوی په محلی کچه نه بلکی د ټولې نړۍ سره ارتباط نیسی په خپل لاس کې واخلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته