اته اویا روغتونونه به د نوري فایبر له لارې له کورنیو او بهرنیو روغتونو سره ونښلول شي.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ په روغتیایي پروژو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستې تر سرلیک لاندې هوکړه لیک د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین او د عامې روغتیا د وزیرې آغلې ثریا دلیل لخوا لاسلیک شو چې له مخې به یې په روان کال کې ۱۵ روغتونونه او په راتلونکو دوه کلونو کې به پوره ۷۸ روغتونه او صحي انستیتیوتونه د نوري فایبر د خدمتونو په ترڅ کې له کورنیو او بهرنیو روغتونو او صحي مراجعو سره ونښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین ددغه خدمتونو په اهمیت او ارزښت خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د الکترونیکي حکومتوالۍ د خدمتونو په درشل کې د لا زیاتو خدمتونو په وړاندې کولو سره په دې هڅه کې دی څو وکولای شو هېواوالو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې هم په زړه پورې خدمتونه وړاندې کړو. هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: چې د الکترونیکي حکومتوالۍ د خدمتونو د پراختیا په موخه له دې مخکې موږ د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو سره د نوري فایبر د خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ غځولې چې عملا له دغو خدمتونو ګټه پورته کوي چې داځل ددغه هوکړه لیک پر بنسټ روغتونونه به د نوري فایبر له لارې یو له بل او د هېواد څخه بهر روغتونونو سره ونښلول شي ترڅو ډاکټران نړیوالو تحقیقاتي کتابتونونو ته لاسرسی پیدا کړي او همدارنګه به ډاکټران وکولای شي د هېواد د ننه او په بهر کې په مستقیمه توګه اړیکه ونیسي او د یو او بل له تجربو څخه به د روغتیا په برخه کې ګټه واخلي.

ورپسې د عامې روغتیا وزیرې آغلې ثریا دلیل د مخابراتو وزارت له رهبرۍ څخه د مننې څرګندولو په ترڅ کې وویل: دا لومړی ځل دی چې زموږ روغتیایي مرکزونه په ځانګړې ډول روغتونونه به ددغه پروسي په بشبړلو سره په داخل کې له روغتونونو سره او په بهر کې له روغتیایی مراجعو سره ونښلول شي چې د روغتیا په برخه کې به موږ ته زیاتې آسانتیاوې را منځته کړي، آغلې دلیل وویل چې دغه ۷۸ روغتونونه به د معلوماتي ټکنالوژۍ په اړینو توکو سمبال شي ترڅو ډاکټران وکولای شي د خپلو مریضانو درملنه او معاینات له دغو توکو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ترسره کړي.

د یادلو وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز لګښت د (۱۳۹۲/ ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴) کلونو لپاره ۴ ملیونه امریکایي ډالر د ۷۸ روغتونونو او د روغتیایی انستیتیوتونو د وصل لپاره په پام کې نیول شوی چې د لومړي (۱۳۹۲) کال لګښت د (۱۵) روغتونو د نښلولو لپاره (۲۵۰۰۰۰) امریکایی ډالره دی چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا له صندوق څخه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته