اتصالات مخابراتی شرکت ته د 3G ټکنالوجۍ جواز ورکړل شو.

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت هوډ لري چې د GSM  مبایل خدمتونو تر څنګ په ګرځنده تیلفون کې د 3G ټکنالوجۍ د ګټې اخیستنې اسانتیاوې هېواد والو ته برابرې کړي.

په همدې اړه د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۰ کال د کب میاشتې په ۲۸ نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مطبوعاتي تالار کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون رییس قیس حسن او د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال په ګډون سره مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو، په یاد کنفرانس کې د اتصالات له شرکت سره 3G ټکنالوجۍ د فعالیت جواز لاسلیک شو .

په یاده غونډه کې د مخابراتواو معلوماتي تکنالوجۍ وزیرښاغلي انجنیرامیرزي سنګین وویل: د 3G پرمختللې ټکنالوجۍ له پلي کېدو سره به هېواد والو ته په ګرځنده تیلفونی  خدمتونو کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شي، دا ټکنالوجۍ به چټک انټرنټي خدمتونه، ویدیویي، انځوریز او غږیزې اسانتیاوې خپلو مشترکینو ته برابرې کړي.

نوموړي وویل: چې ددې جواز په ورکولو سره به په کال کې ۲۵میلیونه ډالره د دولت عواید ډېرشي.

هغه دا هم وویل هغه نور مخابراتي شرکتونه چې په هېواد کې فعالیت کوي هم ددې ټکنالوجۍ د جواز د اخیستلو لیوالیتا لري چې په نږدې راتلونکي کې به له دغو شرکتونو سره هم د فعالیت جواز لاسلیک شي. ددغو جوازونو له لاسلیکولو سره به په ټولیزه توګه سل میلیونه ډالره د هېواد په عوایدو کې زیاتوالی راشي.

د کنفرانس په پای کې د اتصالاتو شرکت استازی د ۲۵میلیونو ډالرو چک د هېواد د مالې وزیر ته ورکړ.

د یادولو ده چی د 3G ټکنالوجي به په راتلونکې یوه میاشت کې په فعالیت پیل وکړي او په راتلونکو دوه کلونو کې به د هېواد ډيری ګڼو میشتو سیمو ته ورسیږي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته