د افغانستان د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي د امریکا متحده ایالاتونو ته په خپل کاري سفر کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د اړوندو مهمو نړيوالو شرکتونو او چارواکو سره ليدنې وکړې.

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د امريکا د متحده ايالاتو د سوداګرۍ وزارت ستر سلاکار ښاغلي ستیفن دی ګارډنر او ټیم سره په لېدنه کې چې په امریکا کې د افغانستان سفیر محترم ډاکټر حمدالله محب یې هم ملتیا کوله په وروستیو ۱۵ کلونو کې په مخابراتي سکټور کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې او له دوی څخه یې هیله وکړه چې د افغانستان سره په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ سکټور په پرمختیا کې همکاري وکړي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اريوبی د مايکروسافټ نړيوال شرکت د نړیوالې سوداګرۍ  رئیس ښاغلی ماتیو ریسمت سره ولیدل چې په دغه ليدنه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر همایون قيومي، د افغانستان د سفارت مستشارې مېرمن مدينه قاسمي هم ګډ‌ون درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مايکروسافټ شرکت سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي لايسنس زمينه سازي، په ځانګړې توګه د حکومت لپاره د مايکروسافټ د پروګرامونو لکه ونډوز او آفس د ښه ګټې اخیستنې په موخه، د درسي موادو د اسانتياو رامنځته کولو له لارې د برېښنايي زده کړو په برخه کې همکاري، د ښوونځیو لپاره ګټور لوازم او مطالب، د دولتي کارمندانو ظرفيت لوړونه په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنيکي ټیم روزنه، ښه خدمتونه په کم لګښت وړاندې شي .

ددغه رسمي سفر په ترڅ کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي د CISCO کمپنۍ له مرستیال ښاغلي میشل تایمني سره هم ولیدل چې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار محترم همایون قیومي هم حضور درلود.

 په لیدنه کې د internet of things ټکنالوجۍ، د معلوماتو د امنیت عملیاتي مرکز او د وزارت د سایبري امنیت ټیم لپاره د یادې کمپنۍ همکارۍ او ملاتړ ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي اريوبي د CISCO کمپنۍ له چارواکو غوښتنه وکړه چې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړې او ظرفیت لوړونې په ځانکړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لپاره د معلوماتو امنیت او کمپیوټري شبکو په برخه کې د همکارۍ زمینه برابره کړي، ترڅو له دې لارې د CISCO له پروګرامونو څخه موثره ګټه ترلاسه شي.

ښاغلي اریوبي له دوی غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره د خپلو تجهیزاتو او تولیداتو په پلورکې ځانګړی تخفیف په نظر کې ونیسي، تر څو وکولی شو چې په ټولو دولتي بنسټونو کې د CISCO اجناس ترویج کړو.

د مخابراتو او معلو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي د خپلو ملاقاتونو په دوام د ORACLE نړېوالې کمپنۍ د حکومتي اړیکو عمومي رییس ښاغلي پروسر سټېرلینګ سره هم ولیدل او د افغانستان د بریښنایي حکومتولۍ اوسنۍ کړنلاره د ORACLE  برنامو په اړه يې خبرې وکړې.

همداراز په دغه ناسته کې د سافټویرونو په تخفیف او ارتقا، په ټول افغانستان کې د ORACLE لایسنسونو مرکزي کولو او د مخابراتو وزارت لخوا د هغوی مدیریت، د افغان Cloud چې د افغانستان دولت یوه مجازي فضا دی او د ORACLE لخوا د معلوماتو په ساتنه، پراختیا، لایسنس او مجازي Cloud ته د ټولو دولتي معلوماتو انتقالولو د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

همدا راز د افغانستان د هارډویرونو د کړنلارې چې د ORACLE د وسایلو په اساس جوړه شوې ده بحث  وشو او له يادې کمپنۍ څخه غوښتنه وشوه  چې په کم لګښت د هغوی د انتقال او ارتقا په برخه کې همکاري وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له يادې کمپنۍ  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیم د زده کړې او ظرفیت لوړونې په اړه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه، تر څو د ORACLE تولیداتو، پروګرامونو او تجهیزاتو څخه چې د افغانستان دولت ضرورت وي رغنده ګټه پورته شي.
د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي امریکا متحده ایالاتو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په کانګریس کې د تکزاس ايالتد خلکو استاري او د معلوماتي ټکنالوجۍ د فرعي کمیټې رییس ښاغلي ویل هارډ سره لیدنه کې په ټوله کې د هېواد مخابراتي وضعیت، په وروستیو ۱۵ کلونو کې د مخابراتو سکټور  لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ددغه ليدنې په ترڅ کې ښاغلي ویل هارډ ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په مختلفو برخو کې ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.