غور ولایت مرغاب ولسوالۍ کې په لومړي ځل د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي سایټ په فعالیت وکړ

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۶
مرغاب ولایت غور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ګډو هڅو په ترڅ کې د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت مکالماتي او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړده چې مرغاب ولسوالی یوازینی ولسوالی و چې تر اوسه پورې د دې ولسوالی اوسېدونکو مخابراتو او انټرنېت خدمتونو ته لاسرسی نه درلود. اوس د دې مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د دې ولسوالی د زیات شمیر اوسېدونکو ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
Background image

د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره...

بېرته خبرونه ته