مطبوعاتي اعلامیه

naweed_admin
حمله بر موتر حمله شخصی کارمندان وزارت مخابرات

په ډیرې خواشینې سره پرون دوشنبه د کب میاشتې په ۲۵ مه نیټه د مازدیګر شاوخوا ۴ بجې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو شمیر کارمندان چې په کاسټر ډوله (شخصي) موټر کې کورونو ته تلل د دویمې حوزې په سیمه کې د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي او د یوه ماشوم په ګډون د وزارت درې کارمندان خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت رهبری په داسې حال کې چې د پیښې ټپيانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله کوي او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي، او د دا ډول پیښو عاملینو ته خپله شدیده کرکه څرګندوي.