نکسا څنګه په افغانستان کې انټرنیټ ګړندي، خوندي او نرخونه کموي؟

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۱:۱۳
نکسا چگونه باعث سرعت

نکسا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مهمه پروژه ده، چې په ۱۳۹۷ کال کې رامنځته شوېده او د هغې د پراختیا مرحلې روانې دي.

یاده زیربنا د هغې د پیل راهیسې د ۲۴ څخه ډیرو شرکتونو سره چې انټرنیټی خدمتونه وړاندې کوي وصل شوې او خپل خدمتونه چمتو کوي.

د افغانستان انټرنیټ تبادلې مرکز (NIXA) فزیکي زیربنا ده چې له لارې یې د انټرنیټ او اطلاعاتو ترافیک د ځایی انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو (Internet Services Providers)‎‏  لخوا تبادله کیږي.

د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې مرکز (NIXA) د لاندې فعالیتونو د تر سره کولو په موخه رامینځته شوی دی:

  1. د معلوماتو محرمیت ساتل.
  2. د بانډویډ لګښت کمول.
  3. د انټرنیټ سرعت او کیفیت لوړولږ
  4. په افغانستان کې د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره ګیټوې رامینځته کولږ

د نکسا پروژې یوه موخه د افغانستان د داخلي انټرنیټ ترافیک لپاره د داخلي ګیټوې رامینځته کول دی، چې د معلوماتو امنیت او محرمیت ساتلو لپاره خورا اغیزمن دی. همداراز د هیواد داخلي ترافیک ګړندی کولو کې هم لوی رول لوبوي، ځکه چې د انټرنیټ ترافیک به نور پخوانۍ اوږده سفر ونه کړي.

د انټرنیټ تبادلې مرکز رامینځته کیدو څخه وړاندې، د انټرنټ خدمتونو وړاندې کونکو له بیلابیلو هیوادونو څخه انټرنیټ پیرل او په افغانستان کې هیڅ کورنی ګیټوې نه وه رامینځته شوې، انټرنټ د نورو هیوادونو له ګیټوې څخه تیریدل چې د معلوماتو امنیت او محرمیت د نه خونديتوب، او د  انټرنیټ د ټیټ سرعت او لوړې بیېلامل و.په ورته وخت کې ، د معلوماتو له لاسه ورکول د اوږد سفر له امله هم ممکن و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته