خبرپاڼه

naweed_admin

د معلوماتي ټکنالوژي، ساینس او مخابراتو وزارت، له کرونا سره د مبارزې په برخه کې، د عامې روغتیا او فیسبوک شرکت په تخنیکي مرسته د عامه پوهاوي یو پرمختللی پروګرام پلی کوي.

د (Facebook Messenger Bot) په نوم د عامه پوهاوي دغه پروګرام تر دې دمه د فیسبوک په مرسته د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې په لاره اچول شوی او د ویاړ ځای دی، چې د مخکښو هېوادونو ترڅنګ افغانستان هم په آنلاین بڼه دغې اسانتیا ته لاسرسی مومي.

دغه پروګرام به په څلورو انګلیسي، پښتو، دري او ازبکي ژبو هېوادوالو ته د کرونا نښې، د مخنیوي لارې چارې، پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر او ستاسو پوښتنو ته د ځوابونو انلاین اسانتیاوې وړاندې کوي. اوسمهال په افغانستان کې د فیسبوک پیغام رسوونکې ګډونوالو شمېر شاوخوا درې میلیونه کسانو ته رسیږي، چې له همدې امله اړینه بولو د کرونا خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه هېوادوال له دغې انلاین اسانتیا هم برخمن شي. https://www.facebook.com/af.moph

د فیسبوک شرکت له تخنیکي ټیم څخه د مننې تر څنګ، مخابراتو وزارت له دغه شرکت سره د همکاریو تازه پړاو ته داخل شوی، چې ډېر ژر به د تازه لاسته پرمختګونو په لړ کې خپل تازه پلانونه هم په لاره واچوي.