د نګین رسان چټک پوستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکړل شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) له لوري د «نګین رسان چټک پوستي» شرکت ته د پوستي خدمتونو د وړاندې کولو رسمي جواز صادر او د یاد شرکت مسئولینو ته وسپارل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په مشرۍ چې د وزارت د ګڼو برخو یو شمېر غړو، د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) رئیس، د بورډ غړو او همدا راز د نګین رسان چټک پوستي خدمتونو شرکت مشرتابه او مسؤلینو ګډون درلود ترسره شوه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې د وزارت تعهداتو ته په اشارې وویل،د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خپل چوکاټ او کاري مسیر کې د افغانستان اسلامي امارت د موخو د تحقق، د اقتصاد د پیاوړتیا، د خصوصي سکتور د پانګونې د ملاتړ او د پوستي خدمتونو د ودې او پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو ته ژمن دی.
د نګین رسان چټک پوستي شرکت ته د فعالیت جواز ورکړه په هېواد کې د پوستي خدمتونو د پراختیا، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د پانګونې د جلب، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د پوستي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، یاد شرکت د پوستي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده، او له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
