نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۴
ولایت نورستان افغانستان

نورستان ولایت مرکز پارون ښار چاتراس سیمې هم‌شوزو کنډاو ساحه کې د افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې د یوه سایټ د جوړولو له پروسې او د کیفیت ارزونې لپاره څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې، د سایټ د رغنیزو او تخنیکي چارو روان وضعیت له نږدې وڅېړل شو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد له شرایطو سره سم خپلې چارې بشپړې کړي.

د دغه سایټ په جوړیدو سره به د نورستان ولایت د چاتراس سربیره شا او خوا سیمې د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي تر څو د یادو سیمو اوسیدونکو ته معیاري او اغیزمن مخابراتي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د غزني ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۸۷ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوي شاه ولي (سعید) ګډونوالو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په جلال‌آباد ښار کې اووه غیرقانوني مخابراتي دستګاوې راټولې او ضبط شوې

د یاد کمپاین په ترڅ کې اووه غیرقانوني نصب شوي ریپیټرونه غیرفعال او ضبط شول د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د دغه سایټ په جوړیدو سره به د نورستان ولایت د چاتراس سربیره شا او خوا سیمې د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته خدمتونو څخه برخمن...

بېرته خبرونه ته