په جلال‌آباد ښار کې اووه غیرقانوني مخابراتي دستګاوې راټولې او ضبط شوې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
ولایت جلال آباد افغانستان

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د اترا ادارې استازو له لوري د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو مارکیټونو او سوداګریزو سیمو کې د غیرقانوني مخابراتي وسایلو د راټولولو کمپاین ترسره کړ.

د یاد کمپاین په ترڅ کې اووه غیرقانوني نصب شوي ریپیټرونه غیرفعال او ضبط شول د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې، دغو وسایلو د فریکونسي د شتون له امله په سیمه کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت کمزوری کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د اووه دېرشمې مادې له مخې، هېڅوک د اترا ادارې له جواز یا د معافیت سند پرته د فریکونسي تولیدوونکو وسایلو د کارولو اجازه نه لري.

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، د غیرقانوني مخابراتي فعالیتونو د مخنیوي او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه‌والي په موخه به ورته کمپاینونه دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د غزني ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۸۷ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوي شاه ولي (سعید) ګډونوالو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په جلال‌آباد ښار کې اووه غیرقانوني مخابراتي دستګاوې راټولې او ضبط شوې

د یاد کمپاین په ترڅ کې اووه غیرقانوني نصب شوي ریپیټرونه غیرفعال او ضبط شول د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د دغه سایټ په جوړیدو سره به د نورستان ولایت د چاتراس سربیره شا او خوا سیمې د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته خدمتونو څخه برخمن...

بېرته خبرونه ته