د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د برېښنا او اوبو رسولو اړوندو (۵۷) قلمه توکو د تهيې او تدارک پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د برېښنا او اوبو رسولو اړوندو (۵۷) قلمه توکو د تهيې او تدارک پروژه د کابل ښار د څلورمې ناحیې، د انصاري څلورلارې، درېیم سړک کې موقعیت لرونکي های سټار ساختماني شرکت ته د یو میلیون، څلور سوه پنځه زره، اته سوه څلور دېرش (۱,۴۰۵,۸۳۴) افغانیو په ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ منزله ودانۍ په څوارلسم پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.

دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاد شوی موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

یادونه: د ټولو داوطلبانو د خبرتیا لپاره ویل کېږي چې د برېښنا او اوبو رسولو اړوندو (۵۷) قلمه توکو د تهيې او تدارک پروژه مخکې اعلان ته سپارل شوې وه؛ خو د آفرونو د ارزونې پر مهال د مالي بودجې د نشتوالي له امله د جامو اړوند څلور قلمه توکي حذف شول، چې له امله یې د توکو شمېر له (۵۷) قلمو څخه (۵۳) قلمو ته راکم شوی دی.

الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders