په افغانستان کې، د ISPs شرکتونو له استازو سره د محمد فهیم هاشمي لیدنه

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۵:۳۱
m

یکشنبه، د روان کال کب میاشتې څلورمه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو له استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو، د افغان ټلیکام شرکت له خوا د انټرنیټ عمده بییو راکمولو سربېره پر فایبر اسانتیاو، د ټلویزیون غره پر امنیتي ناخوالو، فریکونسۍ او تدارکاتي ستونزو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، محمد فهیم هاشمي استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه: «انټرنیټي اسانتیاوې د ډیجیټلي ټولنې اساسي اړتیا حسابیږي، په دغه برخه کې د لا زیاتو لاسته راوړنو په موخه باید د حکومت د تازه پالیسۍ له مخې (وایکو سیسټم) رامېنځته شي.»

m


نوموړي زیاته کړه: «زمونږ یوازینۍ موخه د خصوصي سکټور ملاتړ او ودې ته کار کول دي، ځکه خو د افغان ټلیکام شرکت له خوا عمده انټرنیټ له کوم توپیري چلند پرته وېشل کیږي»
د دغې لیدنې په پای کې، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو استازو له مخابراتو وزارت سره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۹:۲۴
Background image

د سلام مخابراتي شرکت څلورم نسل یا 4G انټرنیټ خدمتونه فعال شول!

سه شنبه د روان کال د وري میاشتې ۲۶ مه نېټه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له سلام مخابراتي شرکت سره په ګډه، د دغه شرکت له خوا د 4G انټرنیټ خدمتونو فعالېدو په مناسبت افتتاحیه ناسته. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

په مخابراتو وزارت کې، د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه:

نن یکشنبه د ۱۳۹۸ کال کب میاشتې اتلسمه، په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې، د مشرتابه هییت، یو شمېر رییسانو او مخکښو مېرمنو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مارچ اتمه یا. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

ملت ته د مخابراتو وزارت د حساب ورکولو ناسته تر سره شوه:


نن چهارشنبه د روان ۱۳۹۸ هجري کال د کب میاشتې اوومه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوزۍ وزارت مشرتابه د حکومت رسنیو مرکز کې خلکو ته د حساب ورکولو په ناسته کې ګدون وکړ.
په دغه ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته