پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې داټوما مخابراتي شرکت د شپږو مخابراتي سایټونو داینټرنټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۴۸
ولایت پروان افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اټوما مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د یاد شرکت د شپږو مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د اټوما مخابراتي شرکت د ۴جي اینټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک اینټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او اینټرنټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د چاریکارو ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ټکنالوجۍ وزارت مرکزی ریاستونو اجرائیه مدیرانو لپاره د مدیریت د اساساتو په برخه کې پنځه ورځینی سیمینار تر سره شو

د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړولو آمریت لخوا د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه د مرکزی ریاستونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۴۸
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې داټوما مخابراتي شرکت د شپږو مخابراتي سایټونو داینټرنټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د اټوما مخابراتي شرکت د ۴جي اینټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د پروان ولایت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۰
Background image

کاپیسا ولایت کوهبند او حصه دوم ولسوالیو کې د دوو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې دوو سایټونو د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته...

بېرته خبرونه ته