پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې داټوما مخابراتي شرکت د شپږو مخابراتي سایټونو داینټرنټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Thu, Aug 14 2025 11:48 AM
ولایت پروان افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اټوما مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې د یاد شرکت د شپږو مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د اټوما مخابراتي شرکت د ۴جي اینټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک اینټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او اینټرنټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د چاریکارو ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.