ننګرهار ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس ننګرهار ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.
د دې څارنې په ترڅ کې د دوبئ انټرنيشنل، مورس وی او جام درې کارګو شرکتونه چې غیر قانوني خدمات یې وړاندې کول فعالیتونه یې متوقف او دفترونه یې لاک او مهر شؤل. او همدا راز ځینو نورو پوستی او کارګو شرکتونو ته چې په یادو برخوکې یې فعالیت کاوه سپارښتنه وشوه تر څو غیر قانوني خدمتونه ترسره نه کړي.
د یادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي.
او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.
دا څارنه د غیر قانونی فعالیتونو د مخنیوي، د پوستي او کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.