د افغانستان دیجیتل کاسا پروژو

ډيجیټل کاسا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه له مهمو پروژو څخه ده چې په کال ۲۰۱۹ کې پیل او د ۲۰۲۳ پوري به  دوام ومومی.

د ډيجیټل کاسا پروژې تر چتر لاندې د نوري فایبر شبکه د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته پراختيا پيدا کوي، دغه پروژه په سیمه کې افغانستان د نوري فایبر پر ترانزيتی هب بدلوي.

 ددی پروژې په پلي کیدو  باندې ۵۱ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د نړيوال بانک له لوري ورکول کيږي.


د پروژې موخې:

  • د نوري فایبر شبکې حلقوی رینګ تکمیلیدل او د نوری فایبر شبکې سره د هېواد د ۹ ولایتونو مرکزونو وصلول.
  • د هېواد په کچه د انټرنیت د بیو راټيټول.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خصوصي سکتور پانګې اچونې ته راجلبول.
  • د الکترونیکي خدمتونو له لارې د دولتي ادارو وړتیا لوړول.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سکتور له پاره د مقرراتو، کړنلارو او پالیسیو جوړول او بیا کتنه د دی پروژې د مهمو موخو څخه دی.

د پروژې مهمې برخې:

  •  د نوري فایبر د سیمه ایزې شبکې سره د داخلي شبکې نښلول.
  • بریښنایي حکومتوالي.
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  د سکتور له پاره د مقرراتو، کړنلارو او پالیسیو جوړول او کتنه.
  • د ظرفیت لوړول.

د دی پروژې په پلی کیدو سره لاندې موخې ترلاسه کيږي:

  • د نوري فایبر شبکې اوږدوالی د ۴۷۰۰ کیلومترو څخه ۶۲۰۰ کیلومترو ته زیاتيږي.
  • د نوري فایبر شبکې په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه ۳۰ میلیونو ډالرو ته لوړيږي.
  • د موبایل له لارې د یو جي بي انټرنيت بیه ۱.۵ امریکایی ډالر څخه ۰.۶۵ امریکایی ډالرو ته راټيټيږي.
  • د نوري فایبر شبکې د نښلیدو نقطې د ګاونډيو هېوادونو سره ۱۰ لارو ته رسیږي.
  • د یو شمیر دولتي ادارو له پاره د نړیوال انټرنیت بنډویت پیرل.
  • د هر کس له پاره د نړیوال انټرنیټ چټکتیا د 1.2kbps څخه 10kbps  ته لوړیږي.
  • د نړيوال انټرنيت د يو Mbps بیه د ۲۵  ډالر څخه ۱۰  ډالرو ته راټيټيږي.
  • د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰ دولتې ادارې د نوري فایبر د شبکې له لارې یو له بل سره نښلول کيږي.
  • د انټرنیټ نه د ګټې اخیستونکو شمیر د ۹/۷ میلیونو نه ۱۲ میلیونو ته لوړشو.
  • په هیواد کې د انټرنیټ نه د ګتې اخیستونکو فیصدي د %۱۲ نه %۳۵ ته لوړه شوي ده.

په ۱۳۹۸ کال کې د ډیجیټل کاسا پروژې لاسته راوړنې:
۱ ـ  د واخان دهلیز سروې.
۲ ـ د انکشاف او پراختیا په غرض د افغانستان (NIXA) مرکز څخه د انټرنیټ د تبادلې تخنیکي سروې.

۳ ـ  د اترا محترم ادارې سره د کړنلارو د ترتیب او جوړولو په اړه همکاري.
۱/۳ـ  د مدیریت لپاره کړنلاره/ د فایبر شبکو د خدمتونو کیفیت کنټرول.
۲/۳ ـ د حق العبور کړنلاره (Rights of Way) 
۳/۳ ــ په عمده ډول د پلورلو د بیو د ټاکلو کړنلاره.
 ۴/۳ ـ  خپلمنځي نښلولو لپاره کړنلاره.

۵/۳- مخابراتي شبکو ته ځانګړي شوي فریکوینسي موثریت څخه لیدنه او په هیواد کې د څلورم نسل انټرنټ (4G Spectrum) پلي کولو لپاره وړاندیزونه.
۶/۳- د نوري فایبر شبکې جوازونو (OFC Licensing) بیاکتنه او ارزونه او اړینو وړاندیزونو وړاندې کول.


۱- د شبکو نښلول :

الف: د (NIXA Enhancement) پروژې پراختیا
د NIXA پروژې پراختیا  د نړیوالې سیالۍ له لارې طی مراحل شوی، چې په پایله کې د ۱۳۹۹ کال د وږی میاشتې په ۱۲ مه نیټه  د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو یو شرکت سره تړون لاسلیک شو، او اوسمهال دا پروژه پلي کیږي.

ب: د نیکسا سیسټمونو لپاره (Caches servers) د 1Gbps انټرنټ پیرودلږ
د 1Gbps انټرنټي بانډویډ د چمتو کولو او پیرودلو لپاره تدارکاتي پروسه د آزادې نړیوالې سیالۍ له لارې بشپړه شوې، په پایله کې د ګټونکي هیواد انټرنټي خدمتونو یو شرکت سره تړون لاسلیک شوی. دغه انټرنټي خدمتونه په ۱۳۹۹ کال کې د جنګاښ په ۱۶ مه پیل او د یو کال لپاره به دوام وکړي.

ج: GovNet پروژې:
د دې پروژې په پلي کیدو سره به د هیواد د ۳۴ والیتونو په مرکزونو کې یو شمیر دولتي دفترونه د GovNet شبکې له لارې د انټرنټ او نورو معلوماتي ټکنالوجۍ سره وصل شي. د دې پروژې د layer2 تخنیکي مشخصات او د هیواد په مرکزونو کې د دولتي دفترونو موقعیت ټاکلو لپاره سروې بشپړه شوې.
د GovNet  شبکې layer3 تخنیکي مشخصات او د دولتي دفترونو پر ټاکلو کار روان دی ترڅو د GovNet شبکې سره وصل شي.

د: د IRU میتود له لارې د یو شمیر دولتي دفترونو لپاره د نړیوال انټرنیټ بانډویډ پیرودل:
د هیواد د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د یو شمیر دولتي دفترونو لپاره د انټرنیټ چمتو کول، د دې پروژې تخنیکي مشخصات، چې د ډیجیټل کاسا پروژې کارپوهانو لخوا چمتو شوي وه، د IRU میتود هدف لپاره ملي تدارکاتو کمیسیون ته استول شوی، او د دې کمیسیون لارښوونو ترلاسه کولو وروسته به راتلونکې پروسه تعقیب شي.

۲- الکټرونیکي حکومتوالي:

الف: د ملي پورټال (National Portal) رامینځته کول او دغه پورټل سره یو شمیر برښنایی خدمتونو نښلول.
معلوماتو او الکترونیکي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د افغانستان ملي پورټال یوه مهمه اړتیا ده ، له دې امله د ملي پورټال رامینځته کول او ملي پورټل سره د ځینو برښنايي خدمتونو نښلول به د کاسا ډیجیټل پروژې لخوا ترسره شي.
د دې پروژې تخنیکي اسناد او کاري پلان د ډیجیټل کاسا تخنیکي کارپوهانو لخوا چمتو شوی او دا مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اجرایوي بورډ لخوا تر مطالعې لاندې دی.

ب: د افغانستان د ملي معلوماتو مرکز د کلاوډ Cloud زیربنا او امنیت سیستم پراختیا لپاره تخنیکي سروې:
د افغانستان د ملي معلوماتو مرکز (ANDC) کې د کلاود Cloud زیربناوو کارول د اقتصادي پلوه غوره شوي، د معلوماتو امنیت، او د معلوماتي ټکنالوجۍ سیسټمونو ساتنه. د دې پروژې د تدارکاتو پروسه د پرانیستې نړیوالې سیالۍ له لارې پیل شوې او ژر تر ژره به بشپړه شي.

ج: د سایبري بریدونو پروړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري امنیت ټیم پراختیا لپاره تخنیکي سروې (AF-CERT):
AF-CERT به په نړیوالو معیارونو برابر او سمبال شي ترڅو د سایبري بریدونو پروړاندې د ټیم بشپړ وړتیا ته لار ومومي.
د دې پروژې د تدارکاتو پروسه بشپړه شوې او په ۲۰۲۰ کال جنوري کې د شرایطو وړ یو نړیوال شرکت سره تړون لاسلیک شوی چې اوسمهال د پلي کیدو په حال کې ده.

۳- د مقرراتو؛ کړنلارو او پالیسیو بیاکتنه او رامینځته کول:

د کاسا ډیجیټل پروژې لخوا د آترا ادارې لپاره لاندې تنظیمات چمتو شوي، او دا مهال د بروډبانډ پالیسۍ د پراختیا په برخه کې کار جریان لري.

  • Optical Fiber Wholesale Tariff Regulatory Procedure
  • Optical Fiber Interconnection Regulatory Procedure
  • Quality of Service Regulatory Procedure
  • Reference Interconnection Offer Regulatory Procedure
  • Right of Way Regulatory Guidelines

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره دلته کلیک کړئ.

د شکایتونو د اوریدو میکانیزم:

د دیجتیل کاسا پروژې اړوند شکایت ثبتولو لپاره دلته کلیک کړئ.

 

 

 

 

 

د شکایاتو د اوریدو مکانیزم ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک کړئ.