زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو څانګې د فعالیتونو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۹
ولایت زابل

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري د نوموړي ولایت په مرکز قلات ښار کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت دپیرودونکو ځانګې له نمايندګي څخه د سیمکارتونو د خرڅلاو، ثبت او راجستریشن او د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د نوموړې مخابراتي شرکت یادې څانګې کارکونکو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلی کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او خپلو پیرودونکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د پیرودونکو د ستونزو د حل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې زابل  ولایت مرکز قلات ښار کې د موجوده مخابراتي شرکت د یادې څانګې مسئولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ د فعالېدو اړوند خبرتیا!

نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۳مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه، د وزارت د درې گوني ټاکل شوي هیأت...

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرېدونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره تل هڅه کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ تر څنګ...

بېرته خبرونه ته