د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسنس د چمتو کولو او پیرودلو د پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسنس د چمتو کولو او پیرودلو د پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۲/۷/۸  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

داوطلبان  باید د آفرګشایۍ په ناسته کې د شرطپاڼې د مندرجاتو سره سم اته نوي زرو (98000) افغانیو په اندازه د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه ورکړي.

د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۲/۷/۸ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

سندونه:

د IT وسایلو او SSL سرټیفیکیټ لیسینسونو د  چمتو کولو او پیرودلو  د شرطپاڼې  لینک

په درنښت

 

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۵۴ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو لابراتوار د تجهیز پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۶:۹ کابل
Background image

د دفتري تجهیزاتو (مېز، څوکۍ، کوچ، المارۍ او پکې) د تهيې او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵۲ کابل
Background image

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب...

Back to tenders