د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو لابراتوار د تجهیز پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو هغو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو لابراتوار د تجهیز په پروژه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق ترتیب او په سرتړلي ډول د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک (ایمیل) له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وېبپاڼې WWW.MCIT.GOV.AF  او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست له برېښنايي پتې https://tenders.ageops.af  څخه ترلاسه کړي.

که چېرې شرطنامه له یادو وېبپاڼو څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش حافظې له لارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي.

د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې د تدارکاتو ریاست په دفتر کې ترسره کېږي.

اسناد:

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو لابراتوار د تجهیز پروژې لینک

والسلام

الحاج ملا عبدالاحد "فضلي"

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders