د کار موندنې خبرتیا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (۱۴) دریم او څلورم خالي بستونه آزادې سیالۍ ته سپاري

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۷:۱۵

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location

کابل

د کار موندنې خبرتیا:
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، کار اهل کار ته د سپارلو په خاطر او د افغانستان د اسلامي امارت د تګلارې له مخې، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې پر بنسټ دریم او څلورم خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شی د یادو بستونو لپاره فورمی د وزارت د بشري سرچینو د استخدام له آمریت او د وزارت له رسمی ویب پاڼي څخه او یا په انلاین ډول د لاندی لینک له لارې ترلاسه کړي.

e-recruitment.mcit.gov.af

په همدې اساس، د دغه وزارت د مرکزي ریاستونو (۱۴) دریم او څلورم خالي بستونه د استخدام لپاره اعلان ته وسپارل شو.   
د اعلان د نشر او پای نېټه: ۱۴۰۲/۸/۲۹ تر ۱۴۰۲/۹/۹

همدا راز اړوند ریاستونه د ذکر شویو بستونو د اعلان موضوع باید خپلو کارکوونکو ته ابلاغ کړي ترڅو په معیارونو برابر علاقه مندان په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.

سندونه:

د تسلیمۍ لارښود د ړاڼو او اسنادو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ: ۰۲۰۲۱۰۳۹۹۷

د بستونو جدول:

شماره عنوان بست بست تعداد بست ریاست مربوطه دانلود فایل
۱ آمر تحقیق و توسعه ۳ ۱ تحقیق و نوآوری دانلود لایحه وظایف
۲ متخصص تحقیق و توسعه تکنالوژی معلوماتی ۳ ۴ تحقیق و نوآوری دانلود لایحه وظایف
۳ کارشناس تحقیق و توسعه تکنالوژی معلوماتی ۴ ۵ تحقیق و نوآوری دانلود لایحه وظایف
۴ متخصص مهارت‌های دیجیتلی ۳ ۱ توسعه مهارت‌های دیجیتلی دانلود لایحه وظایف
۵ کارشناس نیازمندی‌های بازار ۴ ۲ توسعه مهارت‌های دیجیتلی دانلود لایحه وظایف
۶ کارشناس میدیا ایدیتینگ ۴ ۱ توسعه مهارت‌های دیجیتلی دانلود لایحه وظایف

مربوطه دندېنورې دندې

بیرته تګ