د پکتیکا په یوسفخېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف خېلو ولسوالۍ په میست او برت خېل سیمو کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو.
د یادو سایټونو د ظرفیت لوړولو موخه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښهوالی او د سیمې اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او کیفیت لوړولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
