د پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی ریاست د کمپیوټر ښوونیز کورس څخه ۱۵۶ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۲۰
ولایت پکتیا

د پکتیا ولایت د مخابراتو ریاست د کمپیوټر ښوونیز کورس (۲۱)مې دوری څخه ۱۵۶ تنه زده‌کوونکي فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.

یاد کورس د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې په نظري او عملي ډول ترسره شو چې د کمپیوټر بنسټیز مهارتونه، د مایکروسافټ افیس مهم پروګرامونه او نور اړوند ټکنالوجیکي موضوعات شامل وو.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

ګډونوالو د علم، زده‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.

دغه راز، د ټکنالوجۍ د ارزښت او اغېز په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې په اوسني عصر کې معلوماتي ټکنالوجي د ژوند د اسانتیا، د ادارو د اغېزمنتیا او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزه وسیله ده. د کمپیوټر زده‌کړه کولی شي ځوانان له عصري نړۍ سره ونښلوي او هغوی د سالم فکر، نوښت او خدمت په لور رهبري کړي. د یادونی وړ ده چی پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی ریاست له دی مخکی هم د کمپیوټر زده کړو په برخه کی شل (۲۰) دوری فارغین ورکړی وو او اوس مهال د کمپیوټر کورس (۲۲) دوره په جریان کی ده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۹
Background image

په کونړ ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت د پوسټي خدمتونو مارکېټ کي د پوسټي شرکتونو د فعالیتونو څخه...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۶:۱
Background image

غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ په سنګک سیمه کې، د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالۍ په سنګک سیمه کې، د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د پکتیا مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی ریاست د کمپیوټر ښوونیز کورس څخه ۱۵۶ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او...

بېرته خبرونه ته