د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا
خبرتیا
د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د هیواد په پُستي بازار کې د پالیسۍ جوړونې، د تنظیمي او څارونکي ادارې په توګه کار کوي ترڅو په شفافه توګه د پُستي خدماتو د پیرودونکو او د پُستي خدمتونو وړاندي کونکو حقونه خوندي کړي.
د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو (۱۲) شرکتونو ته جوازونه ورکړی، چې د افغان پُست د دولتي شرکت تر څنګ د هېواد په پُستي بازار کې فعالیت سر ته رسوي، له یادو شرکتونو چې په دې وروستیو کې یې فعالیت درولی په لاندې ډول دي.
۱. (DHL) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۲. ( FedEx) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۳. ایرو پارسل د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۴. ببر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۵. نی د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۶. سمارت سیستم د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۷. شهیر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۸. جی ټي آر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
همدا راز لاندی (۴) ذکری شوي شرکتونه په پستی بازار کی د افغان پُست دولتي شرکت په ګډون فعالیت لري چې نومونه یې په لاندې ډول ذکر کېږي.
۱. افغان پُست دولتی شرکت
۲. باختر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۳. ایکسپو(UPS) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۴. کابل آریانا د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
۵. کابل کیهان د چټکو پُستي خدمتونو شرکت
یادونه: هغه حقیقی یا حقوقی اشخاص یا عرېضه کوونکي چی د کارګو، لوژستیک، سیاحت او نورو ورته خدماتو تر نامه لاندې په پُستي خدماتو کي ښکیل دي، که چیرې د پُستي بازار د څارني مسئولینو لخوا کشف او تایید شي، د اصولو او مقرراتو په رڼا کی چلڼد ورسره کیږی او د پُستي خدماتو د تنظیم ادارې (اپرا) لخوا موضوع د تعقیب په موخه په عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
له همدې امله، د جواز لرونکو فعالیتونو د ملاتړ او د هیواد په پُستي بازار کې د غیر جواز لرونکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره او د پُستي خدمتونو په تړاو د شکایت لپاره، مهرباني وکړئ دغې اېمېل سره خپل معلومات شریک کړئ:
contact@apra.gov
او یا هم لاندې شمیرو سره اړیکی ونیسئ:
د اړیکو شمېرې: 0202106082 - 0202106012 - 0202106013
سندونه:
دپُستيخدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا دلته دانلود کړي
با احترام