د پنجشیر ولایت په مرکز، او عنابه ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ډرایف ټسټ تر سره شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۶:۷
ولایت پنجشیر

د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اټرا) ادارې تخنیکي ټیم له لوري د پنجشیر ولایت د مخابراتو ریاست او د اټرا ادارې ولایتي استازي سره په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز، او عنابه ولسوالۍ کې د ډرایو ټسټ دستګاه په مرسته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه پکې ضعیف یا ستونزې لري پیژندل کیږي او د مخابراتي شرکتونو سره شریکې کیږي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خدماتو کیفیت ښه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
Background image

نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۹۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی نصیرالله هجرت فارغ شویو ځوانانو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۱۷
Background image

د غزني ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د غزني ولایت د بکاول کلي اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته