نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
ولایت نورستان افغانستان

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د واما ولسوالۍ په پونس سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
Background image

نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۹۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی نصیرالله هجرت فارغ شویو ځوانانو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۱۷
Background image

د غزني ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د غزني ولایت د بکاول کلي اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته