د غزني ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۱۷
ولایت غزنی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د غزني ولایت مرکز بکاول کلي کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دافغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د غزني ولایت د بکاول کلي اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده غرني ولایت د بکاول کلي اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د مخابراتي پوښښ څخه محروم سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
Background image

نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۹۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی نصیرالله هجرت فارغ شویو ځوانانو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۱۷
Background image

د غزني ولایت مرکز کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د غزني ولایت د بکاول کلي اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته