د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه
د پروان ولایت د غوربند شینوارو ولسوالۍ د محرومو سیمو د پوښښ په موخه د افغان ټیلیکام سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوي، د یاد مخابراتي سایټ د نظارت په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې د استازو له لوري نظارت شوی څو د مخابراتي سایټ چارې پر وخت او د قرارداد د شرایطو په اساس بشپړې شي.
یاد مخابراتي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د لسمې پروژې د پلان شویو سایټونو له ډلې دی چې د غوربند شینوارو ولسوالۍ محرومه سیمه کې د انټرنټي او مخابراتي پوښښ په موخه جوړېږي چې جوړېدو سره به یې د یادې سیمې ډیری لرې او نیږدې کلي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.
