د ننګرهار ولایت محرومو سیمو کې ۴ مخابراتي آنټنونه فعال شؤل
د ننکرهار ولایت لرو پرتو سیمو ته د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د برابرولو په لړ کې د بټي کوټ، مهمندرې، دوربابا او نازیانو ولسوالیو کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې ۴ مخابراتي آنټنونه چې د اترا ادارې ټي ډی ایف لسمې پروژه کې پلان شؤي وو له جوړېدو وروسته افتتاح او ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل.
د یادونې وړ ده یاد مخابراتي سایټونه د بټي کوټ، مهمندرې، دوربابا او نازیانو ولسوالیو محرومو سیمو د پوښښ لپاره جوړ شؤل چې له ډلې یې د نازیانو ولسوالۍ ته په لومړي ځل مخابراتي آسانتیاوې ورسېدلې.
یاد مخابراتي آنټنونه په ۲جی او ۳جی ټکنالوجۍ سمبال دي چې لنډ وخت کې به یې ظرفیت ۴جی ته هم ارتقا ؤکړي.
