د وزير ژوندلیک

 

ministerد مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهيم هاشمي لنډه پېژندنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمي، په ۱۹۸۰ کال د سپتمبر میاشتې په ۲۷ مه نیټه د افغانستان په پروان ولایت کې زیږدلی.

ښاغلی هاشمي  په ۲۰۰۵ مېلادي کال یې په افغانستان کې د هاشمي ګروپ په نوم د تدارکاتي، ودانیزو، تولیدي او هوايي کرښو ټولنه جوړه کړه.

په ۲۰۰۶ مېلادي کال يې، د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو له پاره د ښو خدمتونو  وړاندې کولو په پار، یو پراخ بنسټه لوژستیکي شرکت رامېنځته کړ.

نوموړي په ۲۰۱۰ مېلادي کال، د (۱) تلویزیون چې په افغانستان کې دویمه ستره تلویزیوني شبکه او (MCXI) د  مهمو رسنیزو او  ستراتژیکو اړیکو مرکز دی رامېنځته کړ.

د ښاغلي هاشمي په باور، په افغانستان کې پاتې کېدل او پانګونه باید یوازې د شخصي ګټو پر اساس نه بلکه د هېواد د پر ځان بساینې او ملي ګټو پر اساس وي، ځکه خو نوموړي په رسنیزو فعالیتونو کې ولس ته د چوپړ مټې راونغاړلې او د ۱ تلویزیون په نوم یې رسنیزه شبکه پرانیستله، چې د Group One یوه برخه ده.

هاشمي ګروپ په لنډه موده کې د خپلو رسنیزو فعالیتونو تر څنګ د ودانیزو، تدارکاتي، هوايي کرښو او تولیدي چارو د فعالیت په موخه د ( کنګلومرا ) بنسټ کېښود.

په ۲۰۱۴ مېلاديکال، يو شمير کورنیو او بهرنیو سوداګرو په افغانستان کې له پانګونې مخ واړاوه، خو ښاغلی هاشمي يو له هغه کسانو څخه و، چې په داسې حساسو شېبو کې یې په افغانستان کې پانګونه، د هېواد له پاره برخیلک ټاکونکي وبلله.

په افغانستان کې د ښاغلي هاشمي د اقتصادي فعالیتونو یوازینۍ موخه، له دې لارې د هېواد نوی نسل ته د پرمختګ دروازې پرانیستل او مثبته روحیه ورکول دي.

د همدې موخې پر اساس (۱ رسنیز ګروپ) نه یوازې دا چې سلګونه ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې، د دې تر څنګ یې د طالبانو رژيم له نسکورېدو وروسته د هیوادوالو په عامه پوهاوي او ذهنیت جوړونه کې ستر رول لوبولی، چې پر همدې اساس د هېوادوالو له پاره پر یوه روزنیز مرکز بدل شوی.

ښاغلي فهیم هاشمي، د ازادې سوداګرۍ او رسنیزو فعالیتونو تر څنګ په حکومتي فعالیتونو کې هم پراخه ونډه لرلې، چې د ازادې سیالۍ له لارې د افغانستان المپیک کمېټې ریاست یې لومړنۍ بېلګه یادولای شو.

نوموړي د ازادو ټاکنو له لارې، د ۲۷ مثبتو رایو پر مټ له ۲۰۱۴ مېلادي کال څخه تر ۲۰۱۵ مېلادي کال پورې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د رییس په توګه دنده تر سره کړه.

ښاغلي محمد فهیم هاشمي، په المپیک کمېټه کې د خپلې څلور کلنې کاري دورې په ترڅ کې، دغه کمېټه تر نړيوالې کچې پراخه او د سپورت په برخه کې د ښځو ګډون پام وړ پرمختګونه لرل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني وزیر شهزاد ګل آریوبي ژوندلیک د دی ځای سره وګوری.