د مخابراتي شبکو د (۲۳) آنتنونو چي خاوندان یي معلوم ندي د راټولولو خبرتیا

naweed_admin

 

د وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي بورډ د ۳/۱۷/۱۴۴۴ نیټې د دوهمې غونډې د پریکړې پر بنسټ، د نیکسا تخنیکي ټیم د مخابراتي شبکو (۲۳) آنتنونه چې د مخابراتو وزارت د ودانۍ د اته لسم او پنځم پوړونو په بامونو کې نصب شوي وو او مالکین یې معلوم ندي  لرې  شوي دي، او اوسمهال د نکسا په فتر کې موجود دي. 
څرنګه چې د يادو شويو آنتنونو خاوندان معلوم نه دي، نو د وزارت د محترم مقام د ۱۴۴۴/۵/۱۳ نيټې د حکم له مخې، د راټولو شويو آنتنونو موضوع دې خبرتيا ته سپارل کیږي، ترڅو خاوندان يې خبر، او تر ۱۴۴۴/۶/۵ پورې د نکسا دفتر ته ورشی او خپل آنتنونه ترلاسه کړي.
که نه نو، ياد شوي آنتنونه به د سمې ګټې اخيستنې په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ته انتقال شي، او خاوندان به يې د شکايت حق ونه لري.

احمد فواد سایق


د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربناوو لوی رئیس

 

 

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا

د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو (۱۲) شرکتونو ته جوازونه ورکړی، چې د افغان پُست د دولتي شرکت تر څنګ...

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د مخابراتي شبکو د (۲۳) آنتنونو چي خاوندان یي معلوم ندي د راټولولو خبرتیا

د نیکسا تخنیکي ټیم د مخابراتي شبکو (۲۳) آنتنونه چې د مخابراتو وزارت د ودانۍ د اته لسم او پنځم پوړونو په بامونو کې نصب شوي وو او مالکین یې معلوم ندي...

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (۸۰) تخنیکي بستونو د تحریري آزموینې د پایلو خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (۸۰) درېیم او څلورم تخنیکي بستونه چې وړاندې رقابتي آزموینې ته سپارلي وو، د یادو بستونو تحریري آزموینه په ډله ییزه توګه....

Back to announcements