د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (NIXA) د تهيې او تدارک پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (NIXA) د تهيې او تدارک پروژه د کابل ښار په شهرنو سیمه کې مېشت د آی سي ټي زیپي لینک خدماتي شرکت ته د شپږ ویشت میلیونه، څلور نوي زره او اووه سوه پنځه اویا (۲۶,۰۹۴,۷۷۵) افغانیو په ټولیز ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ منزله ودانۍ په څوارلسم پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.

دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاد شوی موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

همدارنګه د یادې پروژې په داوطلبۍ کې ټولو ګډون کوونکو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د آی سي ټي زیپي لینک خدماتي شرکت د آفر مبلغ د وزارت مقام د دفتر ریاست د ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې د (۳۲۵) شمېرې راپور پر بنسټ، د مالي بودجې د کمښت له امله د لایسنسونو او سافټویرونو د حذف، د نهو (۹) پایه لېپټاپ کمپیوټرونو د شمېر د کمښت او د دوه سوه زره (۲۰۰,۰۰۰) افغانیو د تخفیف د وضع کولو له کبله، له (۳۰,۶۹۶,۵۱۰) افغانیو څخه (۲۶,۰۹۴,۷۷۵) افغانیو ته راټیټ شوی دی.

الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders