د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو له رئیس سره لیدنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د تخنیکي اومسلکي زده کړو له رئیس ښاغلي غلام حیدر شهامت او راغلي پلاوي سره افغانستان کې د یادې ادارې لپاره پر نویو سیسټمونو، هاسټنګ، تدریسي نصاب، آن لاین زده کړو، آی ټي تجهیزاتو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر صاحب د تخنیکي او مسلکي زده کړه اداره هېواد کې یو له مهمو برخو څخه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوجۍ د سکټور د ودې او پرمختګ دنده لري او دا برخه رهبري کوي یادې ادارې سره د ظرفیت لوړونې او همدا راز هغو اړتیاو په برخه کې چې یاده اداره یې لري مرستې او همکارۍ ته چمتو دی .
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني دغې ناسته کې د ټکنالوجۍ پر ارزښت او اوسني عصر کې له هغې څخه په سالم ډول د استفادې لارښوونه وکړه او په وینا یې مونږ باید هېواد کې له ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د هغوی مثبت اړخونه په پام کې ونیسو او ټولنه کې د سهولتونو د ایجاد او کاري ظرفیتونو ژر ترسره کولو کې ګټه ترې پورته کړو او له اضرارو څخه یې ټولنه سالمه وساتو.
همدا راز ښاغلي وزیر صاحب افغانستان کې ګڼو امارتي وزارتونو او اداراتو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له آدرسه د ترسره شویو همکاریو اشاره هم وکړه او زیاته یې کړه چې اوس مهال هېواد کې له ګڼو سیسټمونو ګټه پورته کېږي او همداراز ګڼ نور سیسټمونه تر کار لاندې دي چې تکمیلیدو سره به یې د ډېری دولتي برخو چارې اسانې شي او هغه سیسټمونه چې کاري شباهت لري مونږ کولای شو بېلابېلو برخو کې دولتي چوکاټ کې د ادارې د نیازمندۍ او غوښتنو په اساس تطبیق کړو.
د ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خبره، مونږ هڅه کوو اوسنیو شرایطو په اساس مخې ته لاړ شو او هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ لپاره زمینه مساعده کړو چې ښه مثال یې هېواد کې د ۱۶ شاته پاتې ولایتونو په عصري تجهیزاتو د ښوونیزو مراکزو سمبالول وو چې اوس مهال ترې په سمه معنا ګټه اخیستل کېږي او د ګڼو نورو برخو تر څنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې زده کوونکي هم پکې روزنه ترلاسه کوي .
دغې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییس ښاغلي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه یې مننه وکړه چې ګڼو برخو کې ورسره همکار پاتې شوی او د اړتیا په اساس یې اوس مراجعه کړې چې په ګڼو برخو کې او په خاص ډول د ښوونکو لپاره د روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو چمتو کولو، د دوی لپاره د ډیټابیس جوړولو، یو شمېر سیسټمونو، نصاب په برخه کې د وزارت د متخصصو کادرونو څخه همکارۍ ترلاسه کولو، آن لاین زده کړو لپاره د یوه مشخص وبسایټ جوړول او ورته نور مواردو کې همکاري ترلاسه کړي.
د غونډې په جریان کې د ذکر شویو مواردو په تړاو د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناء عمومي ریاست د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو رییس ښاغلي شهزاد ه حسین عزیزي د هېواد په کچه د وزارت د خدماتو پر وړاندې کولو، د ډیټا سنټرونو او همدا راز په آسانه ډول کلوډ کې د سیسټمونو پر هاسټنګ معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې دوی کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له امکاناتو ګټه پورته کړي او په دې برخه کې ورته سهولتونه ایجاد شي.
ورته مهال د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رییس ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن ساپي په اکثریتو ادارو کې د سیسټمونو د تطبیق په تړاو او همدا راز د یادې ادارې د نیازمندۍ د حل په موخه د نتایجو د سیسټم د شتون هم وویل چې کولای شي له یاد سیسټم د خپلو احصایوي ارقامو په برخه کې ګټه پورته کړي، د ښاغلي ساپي صاحب په وینا اوس مهال د زده کړو لپاره پرمختللي پلاټفورمونه جوړ شوي او یاده اداره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري په عصري ټکنالوجۍ سمبالو وبسایټونو څخه هم مستفیده شي.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتی ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رئیس ښاغلي دوکتور الطاف احمد علمیار هېواد کې د نووښتونو، ښوونیزو مرکزونو او ډیجیټلي سواد او زده کړو په برخه کې معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ چې دوی کولای شي د ظرفیتونو په لوړلو او نور برخو کې همکار پاتې شي .
د یادونې وړ ده په دغه لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس ښاغلي غلام حیدر شهامت او پلاوو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ریل ټایم، د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر او د فریکونسۍ د مدیریت سیسټمونو څخه هم لیدنه وکړه.
د غونډې په پای کې د دواړو لوریو څخه د ذکر شویو برخو د تعقیب او مخ ته بیولو په موخه ګډه کمېټه وټاکل شوه چې وخت په وخت به خپل معلومات له مقام سره شریکوي.