د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس د پېرودلو د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-20

د قرارداد نوعیت: بالمقطع

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۰/۴/۱  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې نه څلویښت زره درې سوه نو (۴۹۳۹۰) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ د میاشتې په ۱ نیټه (د سهشنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

 

سندونه:

د داخلي شبکې د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تدارکاتو اعلان شرط پاڼې

د داخلي شبکې د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تدارکاتو اعلان مکتوب

په درنښت

معصومه خاوري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۳:۴۹ کابل شرکت مخابراتی افغان تیلی کام
Background image

په ننګرهار زون کی د دریو پایو ګرین فیلد ۴۰ متره مخابراتي ټاورونو نصب او احاطې جوړونه

په ننګرهار زون کی د دریو پایو ګرین فیلد ۴۰ متره مخابراتي ټاورونو نصب او احاطې جوړونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۵۱ کابل شرکت مخابراتی افغان تیلی کام
Background image

د افغان تیلی کام مخابراتی شرکت د اړتیا وړ توکوپېرودل

د افغان تیلی کام مخابراتی شرکت د اړتیا وړ توکوپېرودل

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۱۰ کابل شرکت مخابراتی افغان تیلی کام
Background image

د لودیځ زون د نوري فایبر او مسي کېبل کندنې ، پایپ او کیبل اچونې پروژې د تړون د اعطا د پریکړې خبرتیا

د لودیځ زون د نوري فایبر او مسي کېبل کندنې ، پایپ او کیبل اچونې پروژې د تړون د اعطا د پریکړې خبرتیا

Back to tenders