د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیموته د مخابراتي چوپړ دبرابرولو په موخه د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په پنده کلي کې د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یوه مخابراتي سایټ چې د واحدې منبع له لارې په نظرکې نیول شوی د نصب لپاره سروې ترسره شوه چې په لنډه موده کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.
د یاد مخابراتي سایټ له فعالیت سره به د برکي برک ولسوالۍ ډیری سیمې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي
د یادونې وړ ده د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او ولایتي ریاست خوښي څرګنده کړه چې د یادی ولسوالۍ اوسیدونوکو ته یې د مخابراتي چوپړ دبرابرولو په برخه کې پاملرنه کړی.